شعر٬ غزل قصیده٬ او ادب

د افغانانو لپاره تاریخی، کلتوری او پوهنیزی لیکنې

شعر٬ غزل قصیده٬ او ادب

د افغانانو لپاره تاریخی، کلتوری او پوهنیزی لیکنې

د ارواښاد حمزه بابا شعرونه:

زه به جنت ته د پښتو سره ځم

تل به په لار د مـــــــــــــــــــــېړنو سره ځم 

یمه پښـــــــــــتون د پښـــــــتنو سره ځم  

د ملـــــیت نمـــــــــــــــــــره د پرخې په څېر  

ســـــــــــــتا د دې شوخو پلوشو سره ځم  

دا چـــــــــې خــــــــــرد هم په ملت ځاروی  

زه دې همــــــــــــداسې لـــــــېونو سره ځم  

پام کـــــــــــــوه زه هغـــــــــــــــه نظر نه یمه  

چــــــــــــــــې به په دود د سپېلنو سره ځم   

وایی اغـــــــــیار چــــــــــــې د دوزخ ژبه ده  

زه به جنت ته د پښــــــــــــــــــــــتو سره ځم

راســـــتنېدى چې نه شی وخت خو نه یم

خـــــــــو د حــــــــالت د تقاضــــــو سره ځم

کړمه جــــــــــهان چې د پښــــــتون ځملی

د خـــــــــپلو پېغلو حـــــــــوصلو سره ځم

وړم مســـــــــــتقبل ته د ماضی روایات

زه د خپل حـــــــــــــــــال د ولولو سره ځم

څــو چې راغونډ په یو مرکز یې نه کړم

هرې تپې ته د جرګو ســــــــــــــــــــره ځم


پښتو ژبه

په پردۍ ژبه خبرې پښتون نه کا 

بې لیلا بله سودا خو مجنون نه کا

څو د خپل ادب باران باندې ونشی 

بل باران به د قام فصل زرغون نه کا

غېرو ژبو کړې لاهو پخپل تهذیب کې 

بې پښتو به دې اوس هیڅوک راستون نه کا

خپلې ژبې خپل تهذیب وته چې شا کا

ملګرتیا له هغه قامه ژوندون نه کا

اوله خپله ژبه، پسته نورې ژبې

بې بنیاده عمارت خو سمون نه کا

فرنګیان د پښتو ژبې خوشه چین دی

خو دې درمن ته نظر هم پښتون نه کا

بې له دې که ټول جهان هم ورته پرېږدې

بل میراث به ستا نسلونه ممنون نه کا

پاڅه پاڅه د عمل جذبه پیدا کړه

یو ملت هم ترقی په افسون نه کا


 

غزل

په ساده سترګو کې دې غلا پېژنم

هر څه دې پېژنم چې تا پېژنم

زه خو څه نه وایم موسېږې ولې

بې لوظه یاره زه خو تا پېژنم

جار دې له زلفو نقاب مه اچوه

زه خو هم شپه او هم سبا پېژنم

ته به مې پېژنې دروغ به نه وی

زه خو دې ښکلیه په رښتیا پېژنم

کله ساقی کله پیالې ته ګوری

زه به محفل کې وارخطا پېژنم

د ډېره سوخته په خندا شوې حمزه

دا  دویم رنګ دې له ژړا پېژنم

  


 

غزل

زړه دې بد شی سم چې تاته په کاته شم

چې درنه شم، وایې څه شو؟ وایه څه شم؟

جګې جګې که مې ته په زړه کې زړه شې

درېغه درېغه چې دې زه په زړه کې زړه شم

څومره زه یم یاره ستا د دیدن تږی

چې دې مخ ته کړم نظر اوبه اوبه شم

هېرونکیه بیا به وایې څه مې ورک وو

لکه یاد کله درپېښ چې ستا په زړه شم

څه خبرې  مې په زړه دی خو سلګۍ شی

طوفانی سترګو ته ستا چې په کاته شم

زلفې پرانیزه پرېشان یم د شوګیر نه

په دې ګڼ سوری چې جمع زړه اوده شم

شمع رویه چې رقیب ته په خندا شې

لکه دود دې د محفل نه په واته شم

شور او زوږ مې حوصله د لوی منزل شی

ګڼې یم د همت زانړی چې په تله شم

جشن خال یې د محراب وروځو امام دی

حمزه  نیت کړه که واهه او که باښه شم

 


 

غزل

چې دې له سترګو پرېوتلی یمه

ایله دې زړۀ ته رسېدلی یمه

عشقه د پوهې نه هم ستا دی اوچت

داسې مقام ته رسېدلی یمه

زۀ دې محفل ته په وېنا رقیبه

درتللی نه شوم خو درغلی یمه

دا څه مقام دی چې زۀ خیال کومه

نه چرته تلی نه درغلی یمه

ستا اننګو ته رسېدل ګران وو

لکه د اوښکو څڅېدلی یمه

په تمام عمر کې بس دا یو ځل

ستا په ککو کې موسېدلی یمه

 

 


 

غزل

چې د نظر سره دې مل نه شومه

څه خوش قسمته وم چې غل نه شومه

قرار مې نشته په ګردش یمه زه

فلکه ستا په ژرنده دل نه شومه

حسنه بې شک چې دې بدل نشته

ته که بدلېږې زه بدل نه شومه

ورپسې تل شومه د اوښکې په رنګ

دُر د اشنا د زړه د تل نه شومه

تېر شوم له عشق حال سوال شومه اوس

څو ځله حل شومه خو حل نه شومه

که په ژوندون دې زما اور بل کړ

څه چې لوګی دې د وربل نه شومه

حمزه ځوانی زما غزل اوخوړه

خامی مې دا ده چې غزل نه شومه

 

 


 

غزل

ګوره چې خندا کوې په سترګو کې

کار د مسیحا کوې په سترګو کې

یو ته قهر بل ته مهر شابسې

دا کوې هم دا کوې په سترګو کې

ای نظره نن یې تصور شو جوړ

څه شوې؟ تماشا کوې په سترګو کې؟

اوښکو دې کافور کړه د هجران نشه

قدح د صهبا کوې په سترګو کې

مخ دې که وعدې د سبا تل کوی

یاره ته بېګا کوې په سترګو کې

ستا له ژبې خوند کوی آشنا دروغ

څو، که ته رښتیا کوې په سترګو کې

ښکاری چې ته ساتې د ژبې اعتبار

تل چې ته وینا کوې په سترګو کې

شوې په آشنایۍ کې نا آشنا ځکه

ځای د هر آشنا کوې په سترګو کې

زه حمزه دوعا درته په خوله کوم

ته راته ښکنځا کوې په سترګو کې

 

 

 


غزل

لا څو تڼۍ د ګرېوانه پاتې دی

وحشته ستا په زړه کې څه پاتې دی

دا خو ته ولوله چې سترګو کې دی

نورې خبرې مې په زړه پاتې دی

سوال خو مې اورې خو ځواب نه کوې

لا په خوږو کې دې ترخه پاتې دی

ستا د هندکی باڼه که نېغ وی څه شی

لا څه شملې د پښتانه پاتې دی

په خلاصېدو شوه د زړه وینه حمزه

لا ډېر غمونه مېلمانه پاتې دی

 

 

 


غزل

نورې کیسې وایه چې اسانې دی

پرېږده د الفت خبرې ګرانې دی

رامې شی لېمو ته د دیدن په وخت

اوښکې څه ناپوهه رقیبانې دی

خدایږو چې کافر خو مې صهبا نه کا

لا خو زما اوښکې مسلمانې دی

سترګې مې لوستی شی د فطرت کتاب

مخ ته د آشنا چې شی امیانې دی

ستا د جلب شوق یې وې راپېښې شی

دا مې که سلګۍ دی خو مهمانې دی

ګران شو هسې ستا د عشق مۍ ولې

تل چې د عاشق وینې ارزانې دی

غم د هجر یو رټلی بل جواب

داسې مرض داسې دوایانې دی

ښکاری چې حمزه په زړېدو یې اوس

لا دې چې جذبې له پخوا ځوانې دی

 

  


غزل

تندی مې څه پرېوت چې سر پرېوت

نن زما سر د چا په در پرېوت

لکه سپند په ګډېدو شومه زه

خدای زده په ما د چا نظر پرېوت

داسې ناڅاپه بې خبر غوندې شوم

غوږ کې زما د چا خبر پرېوت

لامې همت دی د ځوانۍ په هوا

خیر که په پر زما وزر پرېوت

لکه غبار د انتظار په ګوته

زما په سترګو کې سحر پرېوت

مینې څه نوی اړخ بدل کړو آشنا

ستا نه مې زړه کې نن خطر پرېوت

تیر یې بهار شو د ځوانۍ، راعۍ

پوخ شو، د څانګې نه ثمر پرېوت

ډېر تعلق د دنیا پرې ویستمه

چې سیلۍ راغله دروند شجر پرېوت

څوک په ستنه له میخانې شو په خود؟

خو څوک دننه څوک بهر پرېوت

ځان ته په مینه کې کوم سر چې وی سر

سر چې په مینه شو په سر پرېوت

حمزه هر داغ شو مسکی لاړو آشنا

ستورو برېښنا وکړه چې نمر پرېوت

 

 


 

غزل

پرېږده چې   لوظونه د دروغو دې رښتیا کړم

ته راته سبا سبا کوه زه به بېګا کړم

توان لرمه دا چې د ماضی نه خراج واخلم

زه به پخوانی شمه ستا مینه به پخلا کړم

برند که حوادث  دی د وختونو په ککو کې

زه به حوصله هم  پښتنه ورته پیدا کړم

لا یې د سپین مخ خالونه شمېرم اوزګار نه یم

پرېږده الواته به د سپوږمۍ په لورې بیا کړم

ستا په اننګو کې د حمزه د وینو سره دی

ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم

 

 


 

غزل

ټینګه په وعده نه شوې دا څه چل دی

کلکه پښتنه نه شوې دا څه چل دی

ډېره کستاخی مې نظر اوکړله!

ماته ولې سره نه شوې دا څه چل دی

ته مې مخ روڼی د ماښامونو یې

سوزې خو ډیوه نه شوې دا څه چل دی

تا خو د وختونو پروا نه کړله

لاړې راستنه نه شوې دا څه چل دی

ټنډه د حمزه وې د قسمت غوټه

مړ شو ته خوره نه شوې دا څه چل دی

 

  


غزل

د هغه سترګو پښتنو خبرې

څنګه درنې وې د درنو خبرې

زاهده! پرېږده د تسپو خبرې

کوی ماحول د زولنو خبرې

دا ستړی ژوند دې مبارک شه مینې

زده چې اشنا کړې په لېمو خبرې

درنه به وانه وړمه  پوی شوې کنه؟

درته مې وکړې په پښتو خبرې

د تندی ګونځې دی مغُل خو ندی

چې کوی نن د تاترو خبرې

دا بونګېدلې هوسۍ سترګې داستا

وکړې ناڅاپه د زمرو خبرې

د حمزه زړه ته دلاسه ورکوه

دادی ارمانه د ځلمو خبرې

 

  


اجازت دی؟

پیرنګی درنه پښتو ده هېره کړې

چې کیسه یې راپه خوله کړم اجازت دی؟

وایی مونږه سره ټول مسلمانان یو

ډېره ښه ده زړه دې ښه کړم اجازت دی؟

د پښتو په ځای تعلیم د اردو ښه دی

هیڅ خلاف به ترې ونکړم اجازت دی؟

یقین وکړه چې زه ستا نه خلاف نه یم

ولې پوی دې چې لږ زه کړم اجازت دی؟

په اردو مې ژبه نه چلی صاحبه!

په پښتو خبرې وکړم اجازت دی؟

 

 

چې دې وګورم/ بس په شکرانه

چې دې وګورم 

ځـــه کـنه غـصـه شـه چـې دې وګــورم          لږه غـونـدې خوسره شه چې دې وګورم

زه لـه خـدایـه غـټ څاڅکی باران غواړم          تـــــــه پـکـې لــمده شـه چـې دې وګـورم

ډیــر دې لېـونی کــړل ډیر یـریـږی اوس          حـسنه غـرغـره شـه چـــــــې دې وګورم

شــیخ کــــه د کـعـبې پـه نوم ونه لیـــــدې          مـاتـــــه مـیـکده شـــــــه چې دې وګورم

تــــه داخـــــــوبــولـې سـترګـې مه غړوه          ســـرکېـده ویـــده شــه چــې دې وګـورم

دومـــره مــسافـــر څــپانــد تـــــه ووایــه          زمونږ کره دې شپه شه چې دې وګــورم

 

بس په شکرانه

بس په شـکرانه کـــې یوه خوله راوړه          پال ګورم له رغوی ســـــره زړه راوړه


نه مـــرمه ورځـه سر ته مې مه کـینه          تږی یمـــــــه ولاړه شــه اوبـــه راوړه


نه دی غشی ، زړه باندې خواږه لګی          سترګـــې دې راپورته کړه باڼـه راوړه


تاویل چـې ســـترګــې تورومــه پــرې          تاویل دســـــــوی زړه رانجــــــه راوړه

نه به څښــی لېوال دغه ترخه شراب          ته ورته د ســـــرو شونډو خواږه راوړه

دتکبیر غږ

دتکبیر غږ

بس دی تــــــــورې ســترګې دغزل مضمون

لږمو شـــــــــــــاعــــــرانو کړئ بدل مضمون

نــوره دادغــــــــــــــــــم کېسه درټوله کـــړه

نـــــــوردپه مـــــــونږ نه چلیږی خپل مضمون

بومې زئ په دارمې کړئ منصــور به شــــم

بې لــــــه سرکشۍ نلـــــــــرم بل مضمون

بیابه په سنګر دتکبیر غـــــــــــــــږ خپورکړم

بیا به راژندئ کړم دمـــــــــورچل مضــــمون

ټولــــه شپه ده هـــــــم په شبګیر تیره کړه

بیا چې کړی فــــــــــریاد وایی بلبل مضمون

د آرمان غونډۍ

د آرمان غونډۍ

ځوښ د مینې مې د زړه د هر یوه رګ په جریان راغى


په ټټر چې شرنګېدونکى د پاولیو کاروان راغى

 

سرخی کښیناسته د هیلو د غوټیو په سرونو


چې یې خوا ته بیا د وصل له آسمانه باران راغى

 

غېږ په غېږ شول امیدونه له ډیوو سره خوښۍ کې


په خندا خندا د سپین سهار سپېڅلى جانان راغى

 

له بدن یې کړې را تاو نرمې منګولې د رڼاوو


د بېلتون تورو بلاوو ته خطر د فقدان راغى

 

سره ګلان د پیوستون یې په وربل خښ وو بې شمېره


د موسکا راز یې رخسار ته په هر ټا کې مهمان راغى

 

"احمدی" یې تر لاس و نیو د ښکلاوو یوه بهیر ته

د مینې په جنجال اخته کېدل

 مینه

اموخته چې څوک د مینې په جنجال شی
وی ژوندى خو نور د مړی په مثال شـی
ښائیستونه به ئې نوره هم سـیوا شــی
که ئې پورې په لنډۍ زنه شین خال شـی
خداى خو شته دى که څوک نه لرم جانانه
یوه ورځ به د ضرور کــبر زوال شـی
زندګی مې د خداى بیرته رانه واخــلی
که بې تا مې د بل چا د مینې خیال شـی
د جنت زیرى به څنګه نه پرې کــیږی
چې مین څوک په اشنا لکه بـلال شـی
ما ته یاده اشنا ستا د مخ څــیره شـی
چې ښکاره په تورو غرو د بوډۍ ټال شی
درمان داسې ستا غمونو اوتـر کــړى
لکه ښار ته چې راپیښ کوم کلیوال شی

دپســــــــــــرلی وږمـــــــــــې

دپســــــــــــرلی وږمـــــــــــې

وږمودپسرلونه جوړې  جوړې ترانې شــــــــــــــــــوې
څپې دتازه هیلو په هر لور خورې ورې شـــــــــــــــوې


ګل پاڼې اوشبنم یې دګامونونه جــــــــــــــــــــار  وزی
هرځل چې دجانان مې په چمن کى ننــــــدارې شوې


کوڅه کى یى روانى جنـــــازى درقــــــــــــــــــــــیبانو
یارماسره پخلاشوترې چاودلې یې زارې شــــــــــوې


استازى دوصــــــــال اوس رانه غواړی زیری زیری
ماهرڅه یارنه ځارکړل اوس مې سختې ګزارې شوې


نقاش دطبیعت کړله وړیادا انځــــــــــــــــــــــــــــــورونه
ترې ډکې له حسنونواوخوندونوکنـــــــــــارې شـــوې


(حقـــــــــــــــــــــپاله) نذرانه کړه په بدل کی روح اوځان
ادایې کله کله دنعــــــــــــــــــــــــــــــمت دیوزرې شوې

منې چې له زړه نه

منې چې له زړه نه

منې چې له یو زړه نه بل ته تاردی ؟

منکرنشې داحکمت دکردګاردى

زما زړه راته څرګنده ائینه شوه

د همدم زړه مې په ماباندې پرهاردى

هیڅ د روح په تسلسل یې باورنه شى

زاهد چاویل ملګروچې هوښیاردى

دلمرمخیود تایفې ظلم عادت دى

زمایار دى که ظالم دى که خونکاردى

زه د روح په ائینه کې هرڅه ګورم

هریو څیز په معنویت راته اظهاردى

زه په زړونو سلطنت کوم زاهده

زما زړه دى هرچې ستاپه سترګوخواردى

شعر

شعر 

داسې   زه  هغه  او ما  هغۀ  ګوری

څه رنګه چې سترګې خپل لیمۀ ګوری

یو   چغې   وهی  چې مرم د لوَږې نه

بل   یې  سر نه  لاندې  پَراټۀ ګوری

دغه    میړنی    او  عاقلان   خلک

هیڅکله د چا خُوږ زړه  ته نۀ ګوری

بیابۀنن په سروسروباندې ژاړم زۀ

بیا راته آشنا خواږۀ خواږۀ ګوری

دا ښه ده چې سترګې غړوی راته

خیردی خلقه بدګوری که ښۀ ګوری

دی غواړی چې وګنډی پرهردزړه

ګرځی  تورې  زلفې  او باڼۀ ګوری

خدای مکړه چې زړه په سترګوستامخلص

بې   لتا  نه  بل  ښکلی   ته وګوری

خیال محمد کټوازی

شعر

ځوانه که پښتو وایې نو ښه پښتو به وایی

دغه دجنت له خواتوښه پښتوبه وایې

ته د درنوغرونوپه لمنوکې لوی شوی یې

سپکه خوبڼکه ده،درنه پښتو به وایې

ښه یې له پردیوزیږوتوروڅخه وچڼه

ستا ژبه سپېڅلې ده سوچه پښتو به وایې

داد ګلو ونه چې وطن پرې ښکلی شوی دی

څانګې ورنه مه شکوه نګه پښتو به وایې

اوس یې چې ګرېوان ته تورلاسونه ورلوېدلې دې

ښه په لمن پاکه پښتنه پښتو به وایې

ژبه خوپسول ده د ولس دښکلا ناوې ته

ګل غوندې سمباله په ګاڼه پښتو به وایې

ځنې غمازان یې د اوګرې غوندې لړی سره

ستا څخه مې هیله ده خوږه پښتو به وایې

بیایې دنړۍ له سترو ژبو سره سیاله کړه

ځانته که افغان وایې کره پښتو به وایې

ښکلې امېلونه دشعرونو ور په غاړه کړه

«خیاله» ښه مهینه ښایسته پښتو به وایې

 

شعرونه او غزل

شعرونه

اخستې  مې ترې یوځلې بوسه وه ، چې راتله

تراوسه  یې په  زړه کې تلوسه وه ، چې راتله

لیمې   یې  لکه  توره په  هر لورې   تاویدې

دې زړه ته له هرلورې وسوسه وه ، چې راتله

ارادې یو را ټولېږو ستا په خوا په دې تیاره کې

خپلو زړو ته له دې ځایه وړو ړنا په دې تیاره کې

د زخمی زړونو پالنه به په چا سپارو خاونده

دوى خو اوښکې وچې نه کړې د هېچا په دې تیاره کې

بې پلاره زندګی ده او بې موره زندګی

بې یاره زندګی ده او بې کوره زندګی

پردی پردی ماحول دی پردۍ پردۍ کوڅې دی

بې څوکه زندګی ده او بې وروره زندګی

یو ځل خو دسپین مخ کړه راڅرګندلکه ایینه

  ښکلا ته دې یم یاره ارزومند لکه ایینه

انځور دهر انداز دې زنګوی په تناونو

الفت مې تصور کړو هنرمندلکه ایینه

په سترگو دجانان کی می دنــــــــیا بدله ده

داځکه دزرگی می نن درزا بــــــــــــدله ده

نظر می پلو شوسره اتــــڼ کوی هر خواته

سپوږمی به هم هغه وی خو رڼا بـــــدله ده

اوس دغم له پاسه غم راځی دې ښارته

دخوښۍ زېری ډېرکم راځی دې ښارته

لکه شورپه څلورلاروکې خورېږم

چاویل چې هغه هم راځی دې ښارته

له دی ستونزمن ژوند نه مې دومره ډیره کرکه راشی

لکه د دوه وو شریکانو تر مینځ ورکه راشی

د سر خطر امکان په سلو کې وی سل ملګرو

چې د  پښتون دعوه له  چا سره په ځمکه راشی