داسې زه هغه او ما هغۀ ګوری
څه رنګه چې سترګې خپل لیمۀ ګوری
یو چغې وهی چې مرم د لوَږې نه
بل یې سر نه لاندې پَراټۀ ګوری
دغه میړنی او عاقلان خلک
هیڅکله د چا خُوږ زړه ته نۀ ګوری
بیابۀنن په سروسروباندې ژاړم زۀ
بیا راته آشنا خواږۀ خواږۀ ګوری
دا ښه ده چې سترګې غړوی راته
خیردی خلقه بدګوری که ښۀ ګوری
دی غواړی چې وګنډی پرهردزړه
ګرځی تورې زلفې او باڼۀ ګوری
خدای مکړه چې زړه په سترګوستامخلص
بې لتا نه بل ښکلی ته وګوری