دپســــــــــــرلی وږمـــــــــــې
وږمودپسرلونه جوړې جوړې ترانې شــــــــــــــــــوې
څپې دتازه هیلو په هر لور خورې ورې شـــــــــــــــوې
ګل پاڼې اوشبنم یې دګامونونه جــــــــــــــــــــار وزی
هرځل چې دجانان مې په چمن کى ننــــــدارې شوې
کوڅه کى یى روانى جنـــــازى درقــــــــــــــــــــــیبانو
یارماسره پخلاشوترې چاودلې یې زارې شــــــــــوې
استازى دوصــــــــال اوس رانه غواړی زیری زیری
ماهرڅه یارنه ځارکړل اوس مې سختې ګزارې شوې
نقاش دطبیعت کړله وړیادا انځــــــــــــــــــــــــــــــورونه
ترې ډکې له حسنونواوخوندونوکنـــــــــــارې شـــوې
(حقـــــــــــــــــــــپاله) نذرانه کړه په بدل کی روح اوځان
ادایې کله کله دنعــــــــــــــــــــــــــــــمت دیوزرې شوې